کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې د یاد وزارت سرپرست په قزاقستان کې د شمال – سویل فارمټ غونډې په څنډه کې له قزاقستاني چارواکو سره کتلي او د افغانستان پر صادراتو د تعرفې د ۵۰ سلنې کمووالي هوکړه شوې ده.د یاد وزارت ویاند، عبدالسلام جواد ویلي چې دا هوکړه په قزاقستان کې له نورالدین عزیزي سره د قزاقستاني چارواکو د کتنې پر وخت شوې او د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان پر صادراتو تعرفه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.د شمالـسویل فارمټ غونډه پرون د اسلامي امارت، اوزبکستان، ترکمنستان قزاقستان، روسیې، بلاروس، هند، ایران، عمان، سوریې او عربي متحده اماراتو د استازیو ترمنځ په قزاقستان کې جوړه شوه، او موخه یې د لېږدرالېږد لپاره دهلېز جوړول ښودل شوي دي.په دې غونډه کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر چارواکو سربېره د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت سرپرست، حمیدالله اخندزاده هم ګډون کړی و او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د دهلیزونو جوړېدل ګټور بلل شوي دي.


















