غزه کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۳ل)

د غزې تړانګې له شمال ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو سره په نښتو کې ۵ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې د صهیونیستي اشغالګر پوځ یو ټانک ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ۵ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په پلازمینې دوحه کې د حماس غورځنګ او صهیونیستي ريژیم ترمنځ خبرې دویمې ورځې ته ننوتي؛ خو لا هم پکې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button