چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د ازبکستان لومړي وزير سره وکتل

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 17, 2024
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
18
ځلې شریک شوی
230
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۳ل)

د ازبکستان لومړی وزير محترم عبدالله عارف اوف چې نن سهار د ياد هیواد د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، په ارګ کې ورته د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هرکلی وکړ.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبکستان لومړي وزير محترم عبدالله عارف اوف او د دواړو هيوادونو لوړ پوړو پلاويو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړيکو پراختيا او له هغې ډلې د اقتصادي او سوداګریزو پروژو د عملي کار پیل په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، هیله لرو چې د ازبکستان د لوړپوړي پلاي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې ګټور تمام شي.
په مقابل کې د ازبکستان محترم لومړي وزیر وویل، افغانستان او ازبکستان دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري او جمهور رئیس میرضیایف تل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
وروسته د اوبو او برېښنا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ترانسپورټ او هوایي چلند او کانونو او پټرولیم وزارتونو له خپلو ازبکستاني سیالانو سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو او په دې برخه کې د خپلو اړوندو ادارو پر کړنو خبرې وکړې.
ورپسې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د ازبکستان لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو تفاهم لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوندد ازبکستان لومړي وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: خوښ یوو له تاسو سره په ازاد او خپلواک افغانستان کې ګورو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو او همکاریو په برخو کې د مختلفو مسایلو په اړه خبرې کوو.
نوموړي د افغانستان په اړه د ازبکستان د جمهور رئیس د مثبت او واقعبینانه دریځ مننه وکړه ویې ویل، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او هره ورځ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو سلګونه واګنونه د رېل پټلۍ له لارې صادر او واردیږي او همداراز افغان ـ ټرانس پروژه په دې برخه کې اساسي رول لري، چې باید عملي کار یې پیل شي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د سرخان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د تمدید هرکلی کوي. همداراز د سب سټېشنونو د پیاوړتیا او د برېښنا لینونو د کیفیت ښه کولو ته باید پاملرنه وشي او د ارغندۍ سب سټېشن ظرفیت لوړ شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال پر دې ټینګار سره چې اسلامي امارت د نورو هیوادونو په پرتله د پانګونې لپاره ګاونډیو هیوادونو ته لومړیتوب ورکوي وویل، موږ باید د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او په دې برخه کې د خنډونو لمنځه وړلو لپاره هر اړخیزې خبرې وکړو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغان سوداګرو ته د سوداګریزو ویزو ورکولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره مهم دي.
وروسته د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په خپلو خبرو کې وویل، خوښ یم چې په لومړي ځل تاریخي هیواد افغانستان ته سفر کوم، زه ستاسې له تاوده هرکلي او مېلمه پالنې د زړه له تله مننه کوم.
هغه زیاته کړه، ازبکستان افغانستان ته د اسیا مهمې برخې په سترګه ګوري، دغه راز د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف ټینګار کوي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره له تعامل پرته موږ نشو کولی مثبتې پایلې ته ورسېږو.
د ازبکستان لومړي وزیر وویل، له افغانستان سره د ازبکستان حسنه او نږدې اړیکې د نړۍ نورو هیوادونو ته ښه مثال کېدای شي. هغه زیاته کړه له افغانستان سره زموږ سوداګریزې اړیکې د انکشاف په حال کې دي او موږ د دغو اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتونکي یوو.
محترم عبدالله عارف اوف څرګنده کړه، په ازبکستان کې د افغانستان د نوي سفیر د رسمي کار د پیل په اړه مثبت تصمیم نیول شوی او دغه مسئله به ډېر ژر اعلان شي. همدارنګه ډاډ درکوم چې له افغانستان سره ټولې ترسره شوې موافقې عملي کېږي؛ د مسو او ډبرو سکرو کانونو د استخراج په برخه کې به په افغانستان کې پانګونه وکړو، دغه راز چمتو یوو چې د اوبو د سپما په برخه کې هم افغان متخصصین وروزو.
د ازبکستان لومړي وزیر وویل، د کرنیزو تخمونو د اصلاح او بڼوالۍ په برخو کې زموږ همکاري له افغانستان سره دوام لري او چمتو یو خپلې تجربې له افغان کروندګرو سره شریکې او هرکال د سلو په شاوخوا کې متخصصین د هوایي چلند او رېل پټلۍ په برخو کې وروزو.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبکستان د لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف په حضور کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پنځه سندونه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزي او د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر له لوري لاسلیک شول.
په همدې ترتیب د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم، د افغانستان برېښنا شرکت او د ګمرکونو لوی رئیس له خپلو ازبکستاني سیالانو سره د همکارۍ تفاهمنامې لاسلیک کړې.
په پای کې د ازبکستان لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف او مل پلاوي یې د غرمنۍ په مېلمستیا کې چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له لوري ترتیب شوې وه، ګډون وکړ.

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

لوی ټکي: ملا، برادر، ازبکستان، وزیر،
مخکینې مطلب

ولسمشر اردغان: د اسرائیلو پر وړاندې به خپلو فشارونو ته دوام ورکوو

بل مطلب

غزه کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
افغانستان

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملي دفاع وزارت: له پاکستانه راوړل شوې ۵۸ قبضې تفنګچې او مهمات ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com