غزه کې ۶ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمال کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا د ځواکونو په برید کې ۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته تائید کړه، چې ځواکونو یې د غزې په شمال کې د صهیونیستي ځواکونو ۲ زغروال ټانکونه ویشتلي، چې په پایله کې یې ګڼ اشغالګر پوځیان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم په رسمي توګه تر اوسه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیل ۱۲ نیمه دولتي خبري آژانس خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې حماس ځواکونو سره په نښتو کې یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



