کابل ټکی کام (شنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۳)
د يمني ځواکونو له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطيني ملت د مرستې او امريکا او بريتانيا له لوري د دوی په خاوره د يرغل په غبرګون کې په سور سمندرګي او عدن خليج کې دوه کښتۍ ويشتلي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ځواکونو يې په لومړۍ حمله کې سور سمندرګي کې د اشغال شوي فلسطين بندرونو ته تلونکې (Sounion) ډوله تيل وړونکې کښتۍ ويشتلې او منځه وړې.
دغه راز يې په خليج عدن کې هم صهيونيستي رژيم سره ډ تعامل کوونکي شرکت بيړۍ په نښه کړې او له منځه وړې ده.
بايد وويل شي چې د تېر ميلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نيټې راهيسي غزه کې د صهيونيستي رژيم د جرمونو په غبرګون کې يمني ځواکونو په سور سمندرګي، عربي بحيره او عدن خليج کې د امريکا، بريتانيا، صهيونيستي رژيم او د دوی د متحدينو لسګونه کښتۍ ويشتلي دي.


















