د ټرمپ څرګندونو ته د حماس غبرګون؛ هېچا ته د غزې د اشغالېدو اجازه نه ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
حماس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د فلسطین ملت به هېڅکله د غزې اشغال ته اجازه ورنه کړي او ټرمپ باید خپلې خبرې بېرته واخلي.
بل خوا، ترکیې د ټرمپ طرحه رد کړې، سعودي عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو ټینګولو امکان نه دی منلی او د قطر امیر او د اردن پاچا د غزې وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.



