حماس: غزه کې د اوربند د دویم پړاو په اړه خبرې پیل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ ویاند “عبداللطیف کانو” خبر ورکړی، چې غزه کې د اوربند د دویم پړاو په اړه خبرې اترې پیل شوي دي.
نوموړي ویلي، چې په یاده مرحله کې به د فلسطینیانو د استوګنې او غزه کې د ویجاړیو د بیارغونې په اړه تمرکز کېږي.
حماس غورځنګ یوځل بیا اسرائیل د تړون د بشري اړخ د پروتوکول د ځنډولو او د هغې د پلي کولو د د مخنیوي لپاره په دسیسې تورن کړي دي.
د حماس ویاند د خپلو خبرو پر دوام کانو یادونه کړې، چې سرپناه او مرستې د فلسطیني خلکو لپاره یوه بیړنۍ بشري مسله ده، “زموږ خلک د اشغالګرو ځواکونو لخوا دا ځنډ او خنډ زغملی نشي. د دې پراخې ویجاړۍ وروسته، د روغتونونو جوړول او د سړکونو او اوبو څاګانو بیارغونه به غزه بیرته ژوندۍ کړي.”



