کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ کب، ۱۴۰۳ل)
د سالنگونو لویه لاره د شديدې واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، تیر شپه د ۰۰ : ۰۲ بجو د شعبان د میاشتې ۲۶مه، د ټولګټو وزارت لخوا تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ مؤقتاً تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه چمتو دي، ترڅو د هوا د ښه کېدو او د طوفان د کمېدو سره سم؛ د واورې ځپلو سیمو پاکاري ترسره کړي او ياده لویه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانيزي.
له ټولو درنو هېوادوالو څخه هیله کېږي، چې تر بلې خبرتیا پورې له خپل مبداء څخه د سالنګونو پر لور سفر ونه کړي.


















