د 1.5 میلیون ډالرو په ارزښت له 12 موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت وايي، چې د دغه وزارت او د ۱۲ موسسو تر منځ د 1.5 میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د همکاريو هوکړه ليکونو د لاسليک پر مهال د صنعت او تجارت سرپرست وزیر نورالدين عزيز له یادو موسسو وغوښتل تر څو د پروژو مالي ملاتړ کوونکو ته د خپلو طرحو د وړاندې کولو پر وخت، مهاجرینو ته لومړیتوب ورکړي.

بايد وويل شي، چې دغه ۱۲ موسسې یادې پروژې د ظرفیت جوړونې،د کورنیو د مالي اړتیاوو پوره کولو او د درامد ‏په ترلاسه کې ابتکار، سلمه دوزۍ او ډیزاین زده کړې، د وړو سوداګریو مدیریت، بېرته را ستنیدونکو ته د معشیتي فرصتونو د لاسرسي د زیاتوالي او پایښت او متشبثینو ته د غالۍ اوبدلو او ګرافیک ډیزاین د زده کړې په برخو کې د یو میلیون  553 زرو او 180 ډالرو په ټولیز ارزښت د هېواد ‏په ۱۲ولایتونو کې تطبیقوي.

مربوطه مطالب

Back to top button