کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي جهاد پوځي څانګې “قدس لېوا-سرایة القدس” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې اشغالي فلسطین کې یې د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.
اعلامیه کې راغلي: موږ د اشغالي فلسطین په جنوبي سیمو کې د صهیونیستي پوځ د یو مهم پوځي هوایي ډګر “حتسارم” په ګډون یو شمېر مهم پوځي اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړل.
د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو د پوځي چارواکو په حواله ویلي، چې له غزې پرې توغول شوي ډیری توغندي یې د هوایي دفاع سیستم په حواله شنډ کړي؛ خو ځینې یې په اهدافو لګیدلي دي.

















