نکاح ، طلاق او کورني مسائل

د یو ورور په پیسو کې د نورو وروڼو حق نشته !

دفتوی شمیره (۱۹۷)


پوښتنه : السلام عليكم ورحمة اللة وبركاته

ملا صاحب زما پوشتنه داده چي زما پلار وفات دی تقريبا لس 10 كاله كيږي ، هغه وخت ما سره پيسې نه وې ، بيا مې وروڼو ته وويل چې هر سړی دې خپل ځان ته نفقه خپله حاصلوي ، په هغه سربېره زه جسماني كار ( د لاس مزدوري ) كوم ، د دوی سره مې كومك كاوه ، دوی په ما مشران دي او زما سره دپلار كوم ميراث هم ندی يعنې دپلار پيسې يا دارایی هم نشته راسره . اوس دوی وایي چې ستا سره پیسې دي مونږ ته به يې راكوې او دا پيسې ما جسماني كار باندې ګټلي دي د پلار د وفات نه وروسته ، ايا زه دا پيسې وركړم ؟


الجواب وبالله التوفیق :
کله چې پلار وفات شي نو هر سړی به ځان پخپله ساتي ، یو ورور په بل ورور هیڅ حق نه لري ، لهذا که رښتیا هم دغه پیسې تا پخپل مټ ګټلې وي ، دوی درسره په کاروبار کې شریکان نه وي یا دې په کاروبار کې د پلار مشترکه میراث نه وي لګولی نو دوی ستا په پیسو کې هیڅ حق نه لري او ټولې پیسې ستا حق کیږي .
او که دوی درسره په کاروبار کې شریکان وي یا دې د پلار مشترکه میراث په کاروبار کې لګولی وي نو بیا ددوی هم حق درسره کیږي .
الدلیل علی ذلک :
وما حصله احدهما فله وما حصلاه معا فلهما نصفین ان لم یعلم ما لکل وما حصله احدهما باعانة صاحبه فله ولصاحبه اجر مثله بالغا ما بلغ . الخ
الدرالختار ، ټوک ، ۳ ، مخ : ۳۶۰ ، فصل فی الشرکة الفاسدة
والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

2 thoughts on “د یو ورور په پیسو کې د نورو وروڼو حق نشته !”

  1. اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎.
    مفتی صاحب محترمه موږ پنځه ورونه یو، مشر ورور مو په امریکا کی دا لس کاله اوسیدی اوس راغلی دی اما دا چی زموږ کور کوچنی دی ځان ته یی بل کور کرایه نیولی دی مور او پلار مو ژوندی دی ایا موږ نور ورونه مور او پلار د مشر ورور په پیسو کی حق لرو که یا؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close