متفرق مسا‌‌ئل

په اوسني عرف کې په یو کور کې د وروڼو ترمنځ د شراکت حکم!

د فتوې شمېره(۴۰۱)
پوښتنه:
د اوسني عرف په بنا د وروڼو ترمنځ شراکت څه ډول شراکت دی او د وروڼو ترمنځ باید مال څه ډول وویشل شي؟
پوښتونکی: احسان الله رشاد
الجواب حامدا ومصلیا
په اوسني عرف کې په یو کور کې د وروڼو ترمنځ د شراکت مختلف صورتونه دي او د هر صورت جلا حکم دی:
= په یو کور پلار او زامن ګډ ژوند کوي، پلار د ژوند تېرولو لپاره یو کسب یا کاروبار( دکان، شرکت…) لري، زامن هم د پلار سره په دغه کسب یا کاروبار کې کار کوي؛ په دې صورت کې ټوله ګټل شوې شتمني د پلار ده.
= پلار او زامن ګډ ژوند کوي؛ خو د پلار او زامنو کاروبار جلا، جلا دی، زامن ټوله ګټه راوړي او پلار ته یې ورکوي او پلار یې په ګډ کور کې مصرف کوي، په دې صورت کې هم ټوله شتمني د پلار ده او د پلار له مرګ وروسته به د میراث په ډول تقسیمیږي.
= زامنو د پلار په میراث باندې د تقسیم پرته کاروبار شروع کړ، په دې صورت کې ټوله شتمني د ټولو وروڼو مشترکه ده.
په اوسني عرف کې چې دوه، درې یا له دې زیات وروڼه په یو کور کې اوسیږي، مشترک کاروبار کوي، هر یو ورور خپله ګټه کور ته راوړي، دا فرق نه وي، چې پلانکي زیاته ګټه کړې او پلانکي کمه ګټه کړې، د هر یو ورور ګټه جلا معلومه نه وي، بلکې په مشترک کور کې مصرفیږي؛ په دغه صورت کې ټوله شتمني د ټولو وروڼو مشترکه ده، کله چې دوی وېش کوي؛ نو یو برابر به یې ویشي.
الدلیل علی ذلک:
(وَمَا حَصَّلَهُ أَحَدُهُمَا فَلَهُ وَمَا حَصَّلَاهُ مَعًا فَلَهُمَا) نِصْفَيْنِ إنْ لَمْ يُعْلَمُ مَا لِكُلٍّ (وَمَا حَصَّلَهُ أَحَدُهُمَا بِإِعَانَةِ صَاحِبِهِ فَلَهُ وَلِصَاحِبِهِ أَجْرُ مِثْلِهِ بَالِغًا مَا بَلَغَ عِنْدَ مُحَمَّدٍ. وَعِنْدَ أَبِي يُوسُفَ لَا يُجَاوِزُ بِهِ نِصْفَ ثَمَنِ ذَلِكَ)
(قَوْلُهُ: وَمَا حَصَّلَهُ أَحَدُهُمَا) أَيْ بِدُونِ عَمَلٍ مِنْ الْآخَرِ (قَوْلُهُ: وَمَا حَصَّلَاهُ مَعًا إلَخْ) يَعْنِي ثُمَّ خَلَطَاهُ وَبَاعَهُ…
مَطْلَبٌ: اجْتَمَعَا فِي دَارٍ وَاحِدَةٍ وَاكْتَسَبَا وَلَا يُعْلَمُ التَّفَاوُتُ فَهُوَ بَيْنَهُمَا بِالسَّوِيَّةِ [تَنْبِيهٌ] يُؤْخَذُ مِنْ هَذَا مَا أَفْتَى بِهِ فِي الْخَيْرِيَّةِ فِي زَوْجِ امْرَأَةٍ وَابْنِهَا اجْتَمَعَا فِي دَارٍ وَاحِدَةٍ وَأَخَذَ كُلٌّ مِنْهُمَا يَكْتَسِبُ عَلَى حِدَةٍ وَيَجْمَعَانِ كَسْبَهُمَا وَلَا يُعْلَمُ التَّفَاوُتُ وَلَا التَّسَاوِي وَلَا التَّمْيِيزُ.
فَأَجَابَ بِأَنَّهُ بَيْنَهُمَا سَوِيَّةً، وَكَذَا لَوْ اجْتَمَعَ إخْوَةٌ يَعْمَلُونَ فِي تَرِكَةِ أَبِيهِمْ وَنَمَا الْمَالُ فَهُوَ بَيْنَهُمْ سَوِيَّةً، وَلَوْ اخْتَلَفُوا فِي الْعَمَلِ وَالرَّأْيِ اهـ… (الدر المختار مع رد المحتار( ۴/۳۲۵) فصل في شرکة الفاسدة، ط: ایچ ایم سعید)
(سُئِلَ) فِي إخْوَةٍ خَمْسَةٍ سَعْيُهُمْ وَكَسْبُهُمْ وَاحِدٌ وَعَائِلَتُهُمْ وَاحِدَةٌ حَصَّلُوا بِسَعْيِهِمْ وَكَسْبِهِمْ أَمْوَالًا فَهَلْ تَكُونُ الْأَمْوَالُ الْمَذْكُورَةُ مُشْتَرَكَةً بَيْنَهُمْ أَخْمَاسًا؟
(الْجَوَابُ) : مَا حَصَّلَهُ الْإِخْوَةُ الْخَمْسَةُ بِسَعْيِهِمْ وَكَسْبِهِمْ يَكُونُ بَيْنَهُمْ أَخْمَاسًا. (العقود الدرية في تنقيح الفتاوى الحامدية(۱/۹۴) شركة العنان، ط: مکتبة الحرمین الشریفین، کویته)



اړونده فتواګانې

2 thoughts on “په اوسني عرف کې په یو کور کې د وروڼو ترمنځ د شراکت حکم!”

  1. اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
    مفتي صاحب !
    د حضانت په اړه یوه پو ښتنه لرم هغه داچې هلک خو تر 7 کلنۍ او نجلۍ تر9کلنۍ پورې باید د مور سره وي او س ځیني وختونه داسې کیږي چې نجلۍ یا هلک ددې عمر څخه تیر شي یانې دا عمر پوره کړي اوس نجلۍ نه غواړي چې د پلار سره استوګنه وکړي او یا دپلار ترڅنګ ورته خطر دی همدا سې هلک نو په داسې حالت کې د 9 کلنۍ وروسته نجلۍ د چا سره د استوګنې حق لري او هم هلک او که دوی په خپله خو ښه ددې عمر د پوره کیدو ورو سته بیا هم د مور سره استوګنه غواړي ایا د اسلامي شریعت له نظره کولی شي ؟ په دې شرط چې کله مور نکاح نه وي کړی او د خپلو وروڼو سره یو ځای اوسیږي او یایې نکاح کړی وي خو د نجلۍاو یا هلک له پاره مور د استوګنې جلا ځای برابر کړي او د مور خواته وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close