کابل کې ورښتونو خلک له ستونزو سره مخ کړي

کابل ټکی کام ۱۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د کابل ولایت ځايي خلکو رسنیو ته ویلي دي، چې د سختو ورښتونو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی همدا راز له ښاروالۍ څخه شکایت کړی دی، چې د کانالیزیاسیون سېسټم یې نه دی ورته برابر کړی، تر څو د ورښتونو په وخت کې دوی له یو لړ پېښېدونکو ستونزو څخه وساتل شي.

زمونږ همکار وایي، دا مهال د کابل سړکونه د اوبو څخه ډک دي، چې د ترافیکي پېښو امکانات یې هم ډېر کړي دي.

د یادولو ده، چې وړاندې هم په کابل کې ورته بارانونه وورېدل، خو ښاروالۍ یې هېڅ غم ونه خوړو، چې اوس یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button