ټرمپ د خاشقجي د وژنې پوښتنې له امله خبرياله توهین کړه؛ محمد بنسلمان ارام ځوابونه ورکړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ABC شبکې یوه خبریاله توهين کړه او پرضد يې سخت غبرګون وښود.
نوموړې خبریالې د سعودي وليعهد محمد بنسلمان څخه د جمال خاشقجي د وژنې او د CIA د ارزونې په تړاو پوښتنه وکړه.
ټرمپ دغه پوښتنه «بده او سپکونکي» وبلله، خبریاله یې «خرابه او د بد چلند» لرونکې وګرځوله او آن ويې ويل چې باید د ABC د خپرونو امتیاز لغوه شي.
راپورونه وايي چې دغه لفظي شخړه د محمد بنسلمان د امریکا د سفر پر مهال رامنځته شوه، په داسې حال کې چې د خاشقجي د ۲۰۱۸م کال وژنې قضیه لا هم نړیوال غبرګونونه له ځان سره لري.
ټرمپ د خبریالې پوښتنې ردولو ترڅنګ ادعا وکړه چې «ډېرو کسانو خاشقجي نه خوښاوه» او ټینګار یې وکړ چې ولیعهد په دې پېښه کې «لاس نه لري».
د نیویارک ټایمز په وینا، په داسې حال کې چې ټرمپ توندې خبرې کولې، محمد بنسلمان تر ډېره ارام ځوابونه ورکول.
د خبریالانو د ملي کلب او ګڼو رسنیزو بنسټونو د ټرمپ دغه څرګندونې د رسنیو پر آزادۍ «مستقیم برید» بللی دی.
ټرمپ په وروستیو میاشتو کې څو ځله د ABC د خپرونو د امتیاز د لغوه کولو ګواښ کړی او د خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو پر ضد یې سپکې خبرې کړې دي.
رسنیزو ټولنو ویلي، د ولسمشر دا ډول څرګندونې کولای شي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیات کړي او د عامه پوښتنو پروسه تر فشار لاندې راولي.



