لبنان: د صیدا ښار يوه کمپ کې په ورزشي ميدان د اسرائيلو هوايي برید کې ۱۳ فلسطیني ماشومان شهيدان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
په لبنان کې د صیدا ښار د عینالحلوه په کمپ کې د اسرائيلي یرغل له امله لږ تر لږه ۱۳ فلسطیني ماشومان هغه مهال شول چې د کمپ پر یو ګڼ ميشتي ورزشي میدان دروند هوایي برید وشو. عيني شاهدان وايي، برید د ماشومانو پر یوه ډله شوی چې د لوبو او تمرین لپاره په میدان کې راټول شوي وو.
اسرائيلي ځواکونو د برید د توجیه لپاره ادعا کړې چې ګواکې دغه ځای د حماس اړوند د روزنیز مرکز په توګه کارېده؛ خو فلسطیني مقاومت ډلو په کلکه دا تورونه رد کړي دي.
حماس، اسلامي جهاد او نورو مقاومتي ډلو ټینګار کړی چې دا ادعاوې بېاساسه دي او په لبنان کې د فلسطینیانو په کمپونو کې هېڅ ډول پوځي تاسیسات نه شته.
د عینالحلوه د کمپ اوسېدونکو ویلي، هدف شوی ځای یو عام ورزشي میدان دی چې هلکان په کې لوبې او ورزش کوي، او د برید پر مهال هم د وړو هلکانو یوه ډله په همدې میدان کې موجوده وه چې په مرګوني برید کې په نښه شوې ده.



