حماس: له نړیوالو غوښتنه کوو چې صهیونیستي ريژیم اړ کړي څو د اوربند هوکړې ته ژمن پاتې شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» د نړیوالو ټولنو او با اغېزه هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې پر صهیونیستي رژیم فشار راوړي څو د اوربند هوکړې ته ژمن پاتې شي.
حماس ویلي، چې اسرائيلي اشغالګر له پیل راهیسې د اوربند له تړون څخه سرغړونې کوي، د غزې ولسي سیمې په نښه کوي، او د بشري مرستو رسېدنه له خنډ سره مخ کوي.
د یاد غورځنګ په وینا، که نړیواله ټولنه جدي اقدامات و نهکړي، دا سرغړونې به د اوربند هڅې له ناکامۍ سره مخ کړي او سیمه به د یو نوي بحران پر لور بوځي.
حماس ټینګار کړی، چې دوی له خپلې خوا د اوربند هوکړې ته ژمن دي او د ملکي خلکو د ژغورلو لپاره یې ټول اصول مراعت کړي دي؛ خو اسرائیل لا هم خپلو تهاجمي سیاستونو ته دوام ورکوي.



