غزني: د ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اجرستان د خون کوتل ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
د ټولګټو وزارت له لوري په غزني ولایت کې د اجرستان ولسوالۍ د خون کوتل ۳۰ کیلومتره اوږد سړک رغنیزې چارې پیل شوې.
د یادې پروژې ارزښت څه باندې ۳۴۶.۷ میلیونه افغانۍ دی او د ولایت د رئیس مولوي عبد القدیر بلال، سیمه ییزو مسئولینو او قومي مخورو په شتون کې يې چارې پيل شوې، چې کارونه به يې په يو کال کې بشپړ شي.
دغه سړک اجرستان او مالستان ولسوالۍ د خون کوتل له لارې سره نښلوي.
د دغه سړک په اوږدو کې به د څو پلونو، پلګوټو، واشونو او استنادي دېوالونو رغونه هم ترسره شي.



