د صنعت او سوداګرۍ وزير د چابهار بندر د ظرفیتونو د فعالولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هند ولاړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزير ښاغلی نورالدین عزیزی د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه نوي ډيلي ته روان شو چې د سفر اساسي موخه د چابهار بندر د ظرفیتونو فعالول، د هندي پانګونو جلب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا بلل شوې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، افغان پلاوی به په دغه سفر کې د پراګتي میدان نړېوال نندارتون څخه لیدنه وکړي او د هند له لوړو پوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د بهرنيو چارو او تجارت له وزیرانو، هندو تاجران او پانګهوالو، او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور له استازو سره لیدنې او خبرې وکړي. په دې لیدنو کې به د اقتصادي همکاریو پراخېدل، د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول، ګډې پانګونې او د سیمې د ټرانزیټي دهلیزونو په پیاوړتیا خبرې اترې کېږي.



