کابل ټکی کام (شنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د جدې شپږمې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ۴۶ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد له لوري پر افغانستان یرغل وشو چې د لس کلن اشغال پر مهال یې هېواد ته پراخ بشري او مادي زیانونه واړول او میلیونونه افغانان کډوال، شهیدان او معیوبين شول.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانانو د «ایمان، ننګ او پخې ارادې» له امله د شوروي ځواکونو پر وړاندې جهاد وشو او په پایله کې دغه ځواک له افغانستانه ووت او ماتې وخوړه. اسلامي امارت دا پېښه د تاریخ یو مهم درس بللی او ویلي یې دي چې هېڅ بهرنی ځواک باید د افغانانو پر اراده شک ونه کړي.
اسلامي امارت د پخواني شوروي یرغل غندنه کړې او پر خلکو یې غږ کړی چې د هېواد د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره هر وخت چمتو واوسي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې اسلامي امارت به د خپلو دیني ارزښتونو، اسلامي نظام، وطن او خلکو د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.


















