کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په یوه خبر پاڼه کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې شیبه وړاندې په بئر السبع کې د اسرائیلي پوځ د مخابراتو یو مهم مرکز په نښه کړی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې سربېره پر دې په تل أبيب، القدس او د الجلیل په سیمه کې ۲۰ نور هدفونه هم ویشتل شوي دي.
سپاه پاسداران د یادو بریدونو د څرنګوالي، د کارول شوو وسلو او احتمالي زیانونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.
تر اوسه د اسراییلو رسمي سرچینو هم د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی او خپلواکو رسنیو هم دا معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.


















