کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې.
په دې خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو او روان وضعیت په اړه د نظر تبادله ترسره شوه. مولوي امیر خان متقي د وروستیو پېښو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د امریکا متحده ایالاتو او اسراییلو له لوري پر ایران روان بریدونه یې وغندل. نوموړي همداراز د ایران د اسلامي انقلاب د مشر د هدف ګرځېدو په اړه د ایران دولت او ملت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له دریځه مننه وکړه او د روانو بریدونو او د ایران د متقابلو اقداماتو په اړه یې د خپل هېواد لیدلوری او ارزونه تشریح کړه.
مولوي امیر خان متقي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د هېوادونو د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او حریم نقض ردوي او دا کار د منل شوو نړیوالو اصولو خلاف بولي. هغه د تاوتریخوالي د سمدستي درولو او د شخړې د سولهییز حل لپاره د ډیپلوماټیکو لارو چارو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.


















