کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د بیلاروس د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم ریژنکوف ویلي چې هېواد یې د ازبیکستان له لارې د افغانستان سوداګریز بازار ته لاسرسی موندلی دی. نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ټپه ولاړ حالت او په ایران کې روان وضعیت ته په اشارې ویلي چې ازبیکستان د افغانستان لپاره یو مهم سوداګریز مسیر بلل کېږي.
ریژنکوف زیاته کړې چې بیلاروس د خپلو ازبیک شریکانو سره په همکارۍ د ګډو اقتصادي پروژو د پلي کولو او د افغانستان بازار ته د پراخ لاسرسي هڅې کوي.


















