کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د خلیج عربي هېوادونه د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې له امله اندېښمن دي او وایي چې دوی داسې جګړې ته ورښکيل شوي چې خپله یې نه ده پیل کړې.
سرچینې او شنونکي وایي، که څه هم جګړه د امریکا له لوري پیل شوې، خو اقتصادي او امنیتي زیانونه یې تر ډېره د خلیج پر هېوادونو او د تیلو پر تولیدوونکو دولتونو پرېوځي.
راپور زیاتوي چې په وروستیو کې د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو له امله د خلیج په ځینو ښارونو کې پر هوايي ډګرونو، بندرونو، هوټلونو او د تیلو پر تاسیساتو بریدونه شوي چې د سیمې اقتصاد او سوداګرۍ ته یې زیان رسولی دی.
ځینې خلیجي چارواکي وایي، دوی له مخکې تهران ته ډاډ ورکړی و چې خپله خاوره به د امریکا له لوري د ایران پر ضد ونه کارول شي، خو بیا هم دغه بریدونه شوي دي.
شنونکي وایي چې روانه جګړه ښايي د خلیج هېوادونه دې ته اړ کړي چې د خپلې امنیتي تګلارې بیا ارزونه وکړي او یوازې پر امریکا تکیه کمه کړي.
د راپور له مخې، د هرمز تنګي د احتمالي تړل کېدو، د الوتنو د لغوه کېدو او د سیاحت د سکتور د زیان له امله د سیمې اقتصاد له جدي فشار سره مخ شوی دی.


















