د هېواد شپږو ګمرکونو لپاره د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت ۸ کرینونه واخیستل شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وایي چې د ګمرکي چارو د چټکتیا او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره یې د څه باندې ۱ میلیون او ۴۵۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۸ کرینونه پېرلي دي.

د وزارت په وینا، دغه کرینونه نوي ماډل دي چې په ۲۰۲۵ کال کې تولید شوي او هر یو یې د ۲۵ ټنه وزن د پورته کولو وړتیا لري.

د معلوماتو له مخې، دغه کرینونه به د بلخ، ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او فراه ګمرکونو ته وسپارل شي.

دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت او ازبیکستان ترمنځ د G2G تړون له لارې عملي شوې او لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیايي بودیجې ورکړل شوی دی.

چارواکي وایي، هڅه کوي د هېواد ګمرکونه په عصري تجهیزاتو سمبال کړي څو سوداګرۍ ته لا وده ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button