د مهاجرينو چارو وزارت او ناروې کډوالو شورا د يو اعشاريه پنځه ميليونه ډالرو هوکړه‌ لاسلیک کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې د ناروې کډوالو شورا سره یې د یو میلیون ۵۲۳ زره او ۵۹۷ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

وزارت وايي، د دغه تړون موخه په شپږو ولایتونو کې راستنو شویو او بې‌سرپناه کډوالو ته د سرپناه جوړولو او بیارغونې پروګرامونه پیاوړي کول دي.

د وزارت په وینا، د هوکړه‌لیک له مخې به ټاکل شوې مرسته په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، کندوز او بادغیس ولایتونو کې پر ۳ زره او ۹۷ مستحقو کورنیو وویشل شي.

د مرستو ډېره برخه به د سرپناوو د نیمه او بشپړ رغولو، او همدارنګه د نغدو مرستو د وېش په برخه کې مصرف شي.

مربوطه مطالب

Back to top button