د افغان او ازبک ترانزیټ پراخېدو هوکړه، د حیرتان بندر ۲۴ ساعته فعالیږي؛ د واګونونو شمېر ۷۰۰ ته لوړېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)

د بلخ ولایت په کچه د افغانستان او ازبکستان لوړپوړو چارواکو ترمنځ په ګډه ناسته کې پرېکړه شوې چې د حیرتان بندر فعالیت به ۲۴ ساعته شي او ټول خدمات به پکې پرله‌پسې وړاندې کېږي.

د یاد ولایت مقام په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو چارواکو او سوداګرو ګډون کړی و او د ترانزیټي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

همداراز پرېکړه شوې چې د واګونونو شمېر به له ۱۳۰ څخه ۷۰۰ ته لوړ شي، چې له امله به یې د توکو انتقال په چټک ډول ترسره شي.

په ناسته کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی، بل لور ته د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ مرستیال حکمت‌الله رحمتوف ویلي، چې د رېل پټلۍ له لارې د لېږد لګښتونه ۲۰ تر ۲۵ سلنه راکم شوي او له افغان لوري یې غوښتي چې د ترانزیټ د لا اسانتیا لپاره نور لازم اقدامات هم وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button