کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)
د حزبالله اسلامي غورځنګ مشر “شیخ نعیم قاسم” په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، چې مقاومت به تر بریا پورې دوام لري او هېڅکله به له خپل دریځه شاته نه شي.
هغه زیاته کړې، چې د ځوانانو فعال حضور په میدان کې د امید او وقار یوه مهمه سرچینه ده او دا د هېواد د آزادۍ او عزت د ساتنې لپاره د خلکو هوډ لا پیاوړی کوي.
نعیم قاسم له لبناني چارواکو غوښتنه کړې، چې اسراییلو ته دې هېڅ ډول غیرعادلانه امتیازات نه ورکوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پخواني حالت ته تلل د منلو وړ نه دي او مقاومت به خپلو اهدافو ته د رسېدو تر وخته دوام ولري.


















