د کانونو او پټرولیم وزارت: جوزجان کې د یتیم‌تاق ګازو ورځنی تولیدي ظرفیت ۱۲۵ زره مترمکعب ته لوړیږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د جوزجان ولایت د یتیم‌تاق سیمې د ګازو نویو څاه‌ګانو د کارونو له بشپړېدو سره به د دې سیمې د ګازو تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۵ زره مترمکعب ته لوړ شي.

د وزارت ویاند همایون افغان وايي، د هایدروکاربونو عمومي رییس ملا محمد اسرائیل د یادو څاه‌ګانو د لیدنې پر مهال د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او اړوندو مسوولینو ته یې د کارونو د لا ښه پرمختګ لپاره لازمې لارښوونې کړې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یتیم‌تاق سیمې د دوو ګازو څاه‌ګانو د کیندنې قرارداد د ۷.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له یوې ترکي کمپنۍ سره لاسلیک شوی، چې د بشپړېدو سره به یې د هېواد د کورني ګازو تولید ظرفیت لا زیات شي.

مربوطه مطالب

Back to top button