کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران لوړپوړی دولتي پلاوی د امریکا له استازو سره د خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پلاوی نن سهار اسلاماباد ته رسېدلی او د پاکستان لوړپوړو چارواکو یې هرکلی کړی دی.
ویل کېږي، چې د پاکستان د پوځ مشر، د بهرنیو چارو وزیر او د کورنیو چارو وزیر په هوايي ډګر کې د ایراني پلاوي د هرکلي لپاره حاضر وو.
په ورته وخت کې، ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دا پلاوی شاوخوا ۷۰ غړي لري او ټاکل شوې ده، چې د امریکا له استازو سره مهمې خبرې وکړي.


















