کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایراني رسنیو د راپور له مخې چې د امریکا-ایران پلاوي به د خبرو له پیل مخکې په جلا توګه د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنې کوي.
راپورونه وایي، چې ټاکل شوې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي او شهباز شریف ترمنځ لیدنه نن له غرمې وروسته ترسره شي.
پاکستاني رسنيو بیا خبر ورکړی، چې له دغو لیدنو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي خبرې اترې هم نن ماښام پیل شي.
ویل کېږي، دغه لیدنې او خبرې د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړېکو د پرمختګ په موخه ترسره کېږي.


















