پروان، سیاګرد کې د کور د چت لوېدو پېښه کې ۸ کسان شهیدان او یو ټپي شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)

د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د یوه کور د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ اته غړي شهیدان شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

د پروان د والي ویاند سید حکمت‌الله شمیم ویلي، دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې پېښه د بغندک کلي د دره خیشک په سیمه کې شوې او په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.

ځايي مسوولین وايي، د پېښې ټپي شوی کس روغتون ته لېږدول شوی او د سیمې د وضعیت د ارزونې لپاره اقدامات روان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button