کابل ښاروالي: کابل ښار کې شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره نوي سړکونه جوړ، سفالټ او کانکریټ شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)

کابل ښاروالۍ د خپلو کلنیو لاسته راوړنو د وړاندې کولو په غونډه کې ویلي، چې په تېرو څلورو نیمو کلونو کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره نوي سړکونه جوړ، سفالټ او کانکریټ شوي دي.

د ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني ویلي، له دې شمېر څخه ۱۳۷ کیلومتره سړکونه یوازې په تېر کال کې رغول شوي دي.

د ښاروالۍ په وینا، د یادې مودې په ترڅ کې ۴۷۲ زره ۹۵۷ متره سړکونه ترمیم شوي، همدارنګه ۱۸ زره ۵۸۵ متره کانالونه جوړ شوي او ۶ زره ۱۴۷ متره نور تر کار لاندې دي.

دغه راز کابل ښاروالۍ ویلي چې په همدې موده کې ۶ میلیونه ۳۹۹ زره نیالګي او بوټي تولید، تکثیر او کېنول شوي، ۱۲ پارکونه جوړ او بیارغول شوي او درې نور پارکونه لا تر کار لاندې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button