سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت وياند همايون افغان وايي، ټاکل شوې ده چې سبا د ۱۶۰ ميليونه ډالرو په پانګونې د جوزجان ولایت د یتیم‌تاق د سمنټو د سترې فابریکې عملي چارې په رسمي ډول پیل شي.

د نوموړي په وینا، یاده فابریکه به په ورځ کې د ۳۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري، چې د هېواد د ساختماني سکتور لپاره به مهم رول ولوبوي او د کورنیو تولیداتو کچه به لوړه کړي.

د مسؤلينو په وينا، د دې فابریکې په جوړېدو سره به شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي، چې دا به د سیمې د اقتصادي ودې او خلکو د عایداتو په زیاتوالي کې هم اغېزناک تمام شي.

مربوطه مطالب

Back to top button