د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د معيار او کيفيت اداره وايي، د فراه ولایت د شېخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د وارداتي توکو د ارزونې پر مهال، یوه محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځول شوې ده.

د یادې ادارې په وینا، د تخنیکي کارکوونکو له لوري د ودانیزو توکو د ارزونې پر مهال دا محموله چې شاوخوا ۲۴.۶ ټنه وزن یې درلود، غیرمعیاري وپېژندل شوه.

یادې ادارې ټینګار کړی چې په ټولو بنادرو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول بهیر په جدي او منظم ډول دوام لري او هغه توکي چې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي، د واردېدو اجازه نه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button