ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان سترې محکمې ویلي، چې د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو اړوند ۴۰۲۱ قضیو او مواردو ته رسېدنه شوې ده.

د سترې محکمې مرستيال ویاند قاري منصور حمزه په وینا، په دغو قضیو کې ۱۲۷۵ د میراث او ملکیت اړوند، ۲۴۶۲ د هغو ښځو په نوم د ملکیت اسنادو ثبت چې مهر یې تعین شوی وي، او ۲۸۴ د میراث او مالکیت سند ترلاسه کولو موارد شامل دي.

د نوموړي په خبره، یادې قضیې د هېواد په بېلابېلو محاکمو کې د شرعي اصولو له مخې څېړل شوي او حل شوې دي. هغه زیاته کړه چې د ښځو د حقونو په برخه کې د قانوني اسنادو تنظیم او ثبت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

سترې محکمې ټینګار کړی، چې د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو شرعي حقونو ته ژمنه ده او هڅه کوي چې د اړوندو قضیو ته پر وخت او د شرعي احکامو په رڼا کې رسېدنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button