افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ګډو پانګهونو خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګهونې خونې مشر سید کریم هاشمي په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر ادین اییلدیز سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګهونې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ګډو پانګهونو، د صادراتو زیاتوالي او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډې سوداګریزې شورا د جوړېدو پر موضوعاتو بحث شوی دی. دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو پر لا پراخېدو ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د خصوصي سکټور د رول پر پیاوړتیا او پانګهوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو هم خبرې شوې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې شي.



