ایران: د ستونزې حل د جګړې په پای او د محاصرې ختمېدو کې دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي “امیر سعید ایرواني” د هرمز تنګي په تړاو د امنیت شورا د پرېکړهلیک له مسودې سره مخالفت څرګند کړی دی.
ایرواني ویلي، چې د هرمز تنګي د کړکېچ یوازینۍ حللاره د جګړې پای ته رسېدل، د سمندري محاصرې ختمول او د عادي سمندري تګ راتګ بیا پیل دی.
هغه امریکا تورنه کړې چې د «بېړۍ چلونې ازادۍ» تر عنوان لاندې سیاسي موخې تعقیبوي او هڅه کوي خپل اقدامات قانوني وښيي.
نوموړي د امنیت شورا له غړو غوښتي چې د فشار او سیاسي دریځونو پر ځای، د انصاف او نړیوالو اصولو له مخې پرېکړه وکړي.



