قطر او امریکا د سیمې پر امنیت او د تهران ـ واشنګټن د مذاکراتو په اړه خبرې کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر “محمد بن عبدالرحمن آل ثاني” په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جي ډي وینس سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د قطر او امریکا پر ستراتیژیکو اړېکو، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا د مذاکراتو په اړه خبرې شوې دي.

دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر کمېدو، د خبرو اترو پر دوام او د سیمې د امنیت او ثبات پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button