علي بلال د امریکا په نیویارک کې د بدن ښکلا «نیویارک پرو» نړیوالو سیالیو اتل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)

د بدن ښکلا او فټنس افغان لوبغاړي علي بلال د امریکا په نیویارک کې د «نیویارک پرو» نړیوالو سیالیو کې د اتلولۍ مقام خپل کړی دی.

نوموړي په سختو سیالیو کې خپل قوي سیالان، په ځانګړي ډول د برازیل اډوان پالمیرا، مات کړل او لومړی مقام یې وګاټه، په داسې حال کې چې دویم مقام برازیل او درېیم د اندونیزیا لوبغاړي ترلاسه کړ.

دا د علي بلال دویم ځل دی چې د نیویارک پرو معتبرو نړیوالو سیالیو اتلولي ګټي. د معلوماتو له مخې، نوموړي تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په مسټر المپیا سیالیو کې د دویم مقام ګټلو ترڅنګ په ۲۰۲۴ کال کې د ارنولډ کلاسیک نړیوالو سیالیو اتلولي هم ترلاسه کړې ده.

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست وایي، علي بلال څه موده وړاندې هېواد ته راستون شوی و او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستایل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button