قالیباف: ایران امتیازات د خبرو اترو له لارې نه، بلکې د خپلو توغندیزو وړتیاوو په مټ ترلاسه کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د پارلمان مشر “محمد باقر قالیباف” ویلي، چې تهران امتیازات د خبرو اترو له لارې نه، بلکې د خپلو توغندیزو وړتیاوو په مټ تر لاسه کوي.
قالیباف ویلي، چې ایران د مقابل لوري پر ژمنو باور نه لري او د هغوی خبرې نه، بلکې عملي اقدامات د قضاوت معیار ګڼي. د نوموړي په وینا، د ایران دریځ دا دی چې د مقابل لوري د چلند پر بنسټ پرېکړه وکړي.
د ایران د پارلمان مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په وروستیو ورځو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې او د دواړو لورو د نږدې کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ایران به د خپلو ملي ګټو او امنیتي موخو د خوندي کولو لپاره پر خپل دفاعي ځواک تکیه وکړي او د مقابل لوري د ژمنو پر ځای به د هغوی عملي چلند ته ارزښت ورکړي.



