ټرمپ ایران ته د اټومي هوکړې تعدیل شوی وړاندیز واستاوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

امریکايي رسنیو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د احتمالي اټومي هوکړې د چوکاټ تعدیل شوی وړاندیز تهران ته استولی دی.

د راپور له مخې، ټرمپ د هوکړې په هغو برخو اندېښنه لرله چې ایران ته د مالي سرچینو د خوشې کېدو زمینه برابروي. همداراز نوموړی د واشنګټن د وړاندیزونو په اړه د ایران د ځواب له ځنډ څخه هم ناهیلی و.

امریکايي چارواکي وایي، په وړاندیز کې شوي تعدیلات د دې لپاره دي چې ایران د هوکړې وړاندې شوی چوکاټ ومني.

مربوطه مطالب

Back to top button