لغمان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ ۱۸ تنه شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
له لغمان ولایت راپورونه وایي، چې د یاد ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند سرخکانو څلور لارې ته نږدې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان شهیدان او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د ځایي مسوولینو په وینا، پېښه د یوه لارۍ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او ویل کېږي، چې قربانیان له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ وې او له کونړ څخه کابل ته روانې وې.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد په پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې، شهیدانو ته یې د بښنې او ټپیانو ته د ژر روغتیا غوښتنه کړې ده.



