افغان دفاع وزیر: له روسیې سره نظامي تړون د هېواد د امنیت د پیاوړتیا لپاره دی

کابل ټکی کام) یکشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل(
افغان د دفاع وزیر “ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې له مسکو سره د نظامي او تخنیکي همکارۍ د توافقنامې لاسلیک د کوم بل هېواد پر ضد نه دی، بلکې موخه یې د افغانستان د دفاعي او امنیتي وړتیاوو پیاوړتیا او د هېواد د امنیت ساتل دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې که نور هېوادونه هم له افغانستان سره د ورته نظامي او تخنیکي همکاریو تړونونو ته لېوالتیا ولري، اسلامي امارت چمتو دی، چې په دې اړه ورسره خبرې اترې وکړي.
د دفاع وزیر په وینا، د یادې توافقنامې په اړه د ځینو هېوادونو اندېښنې بېځایه دي او دا تړون یوازې د افغانستان د ملي ګټو او امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره کېږي.



