سپاه پاسداران: د امریکا MQ-1 بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ادعا کړې، چې د امریکا یوه MQ-1 ډوله پوځي بېپیلوټه الوتکه یې د ایران سمندري قلمرو ته له ننوتلو وروسته ویشتلې او رانسکوره کړې ده.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، سپاه پاسداران په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې یادې الوتکې د یکشنبې په ورځ د ایران اوبو ته له ننوتلو وروسته د دښمنانه فعالیتونو هڅه کوله.
د اعلامیې له مخې، د ایران پرمختللو هوايي دفاعي توغندیزو سیستمونو الوتکه په چټکۍ سره کشف او په نښه کړه، چې په پایله کې راوغورځول شوه.
سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې د هېواد دفاعي ځواکونه د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتنه به کوي.
تر اوسه د امریکا له لوري د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات هم نه دي ورکړل شوي.
دا ادعا په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو هېوادونو اړېکې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.



