قالیباف: ترڅو چې د ایران حقونه په بشپړ ډول خوندي نشي هیڅ ډول هوکړه د منلو وړ نه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر “محمدباقر قالیباف” ویلي، چې تهران به له متحده ایالاتو سره هیڅ داسې هوکړه ونه مني، چې پکې د ایران ټول حقونه خوندي شوي نه وي.
قالیباف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، واشګټن د بیا کتنې لپاره تهران ته د سختو شرایطو لرونکی یو نوی وړاندیز استولی دی.
نیویارک ټایمز او اکسیوس رسنیو د شنبې په ورځ د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې تهران ته نوې مسوده رسېدلې او شرایط ډېر سخت او پیچلي دي.
ښاغلي قالیباف په هغو خبرو کې چې نن د ایران له دولتي ټلویزیون څخه خپرې شوې وویل: «موږ به هیڅ هوکړه ونه منو، ترڅو چې ډاډ ترلاسه نه کړو چې د ایران د ملت حقونه په بشپړ ډول خوندي شوي دي.»
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ده له اصلي لومړیتوبونو څخه، د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی او د کښتیو د ازاد تګ راتګ لپاره د هرمز تنګي بیا پرانیستل دي.



