مجتبی خامنهاي: امریکا به د اسلامي ایران عظمت ته سر ټیټوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران ستر مذهبي مشر “مجتبی علي خامنهاي” ویلي، چې امریکا به په پای کې د اسلامي ایران د ځواک او عظمت پر وړاندې سر ټیټ کړي او نور به ونه شي کولای په سیمه کې خپل پخوانی نفوذ وساتي.
نوموړي د حج مراسمو په مناسبت په خپل پیغام کې ټینګار کړی، چې د سیمې شرایط د بدلون په حال کې دي او د امریکا هغه پخوانی دریځ نور د دوام وړ نه دی. د هغه په وینا، د سیمې ملتونه د بهرنیو فشارونو پر وړاندې لا ډېر متحد شوي او د اسلامي امت د یووالي اړتیا تر بل هر وخت زیاته ده.
مجتبی خامنهاي همداراز ویلي، چې د ایراني ملت د مقاومت، پوځي وړتیاوو او ملي یووالي په مټ د خپلو مخالفینو فشارونه شنډ کړي او په راتلونکې کې به هم د خپلواکۍ او ملي حاکمیت له دریځه دفاع ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې، چې واشنګټن باید درک کړي چې د سیمې نوي واقعیتونه د پخوا په څېر نه دي او ملتونه نور د بهرنیو قدرتونو تر سیوري لاندې ژوند نه غواړي.
هغه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او پیوستون غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امت ځواک د یووالي، ګډو دریځونو او متقابل ملاتړ په پیاوړتیا کې نغښتی دی.



