بقایي: ایران به د فشار تر سیوري لاندې له امریکا سره تفاهم ونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي’ ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده؛خو تر اوسه دواړه لوري وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.
بقایي د امریکا د ولسمشر د غوښتنو په ردولو سره ټینګار کړی، چې ایران به هېڅکله د فشار او اجبار تر شرایطو لاندې له امریکا سره تفاهم ته ونه رسېږي. د نوموړي په وینا، د خبرو اترو په روان پړاو کې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي اساسي تمرکز د جګړې پر پای ته رسولو دی.
هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د ایران د اټومي پروګرام او د یورانیمو د بډاینې په اړه له امریکا سره هېڅ ډول خبرې نه دي شوي او دا موضوعات د اوسنیو بحثونو برخه نه جوړوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز د هرمز تنګي د مدیریت په اړه د تهران پخوانی دریځ تکرار کړی او ویلي یې دي چې ایران او عمان د ساحلي هېوادونو په توګه د دغه مهم سمندري تنګي د مدیریت او امنیت مسئولیت پر غاړه لري.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړېکو او احتمالي تفاهم په اړه بېلابېل راپورونه خپرېږي؛ خو دواړه لوري لا هم د ځینو مهمو موضوعاتو پر سر اختلافات لري.

مربوطه مطالب

Back to top button