سترګو کې يې ښکاري، کیسې پاتې دي/ انس حقاني

انس حقاني / مکه مکرمة محبس الجن

سترګو کې يې ښکاري، کیسې پاتې دي
پټې په سکرو کې لمبې پاتې دي

غم باندې اخته د تورو سپینو زړو
موږ نه د مخونو مزې پاتې دي

خاورې که ځوانۍ د ګلابونو شوې
ويښې يې تر اوسه وږمې پاتې دي

داد غواړي په هره کم‌عقلي باندې
ځینې بیا تر دې اندازې پاتې دي

ته مو چې په نیمه لاره پرېنږدې
تا ته خو مو ډېرې اسرې پاتې دي

چا چې شمې بلې کړې، مزل کوي
چا ته لا انسه ويدې پاتې دي

مربوطه مطالب

Back to top button