اردوغان: که اسراییل پر غزې بریدونه ونه دروي ترکیه به جګړې ته داخله شي

کابل ټکی کام (دوشنبه،١١ غبرګولی ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، که اسراییل پر غزې تړانګې بریدونه ونه دروي، ترکیه به هم په جګړه کې د ګډون پرېکړه وکړي.
اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې انقره د فلسطیني ولس د حقونو او د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره هر ډول لازم اقدام ته چمتو ده. نوموړي اسراییل تورن کړی، چې د پوځي عملیاتو په پراخولو سره سیمه د لا ستر امنیتي او سیاسي کړکېچ پر لور بیايي.
د ترکیې ولسمشر ویلي، هېواد یې د غزې د وضعیت پر وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای او د سیمې د ثبات او امنیت د خوندي کولو لپاره به خپل دریځ وساتي.
اردوغان دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې په غزه کې جګړه لا هم روانه ده او د سیمې د پراخې بېثباتۍ په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.



