حزبالله پر اسرائیلي اهدافو د توغندیو پراخ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د لبنان حزبالله اسلامي-مقاومتي غورځنګ اعلان کړی، چې د اسرائیلو پر بېلابېلو اهدافو یې د توغندیو پراخ بریدونه کړي دي. د یادې ډلې په وینا، دغه بریدونه د اسرائیلي عملیاتو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
د راپورونو له مخې، لسګونه توغندي د اسرائیلو شمالي سیمو باندې ویشتل شوي چې له امله یې په ګڼو ښارونو او مېشت ځایونو کې د خطر زنګونه فعال شوي او اوسېدونکي خوندي پناهځایونو ته تللي دي.
اسرائیلي چارواکو ویلي، چې د هوايي دفاع سیسټمونو د توغندیو یوه برخه شنډه کړې، خو ځینې نور توغندي خپلو ټاکل شویو هدفونو ته رسېدلي او زیانونه یې اړولي دي. تر اوسه د مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د.سیمې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، ځکه د دواړو لوریو ترمنځ نښتې او متقابل بریدونه په وروستیو ورځو کې پراخ شوي دي.



